IQNA

 امریکا ته د مسلمانانو د سفر د ممنوعیّت د قانون بیا اجرا لپاره ټرمپ پروګرام لري

19:13 - July 08, 2023
د خبر لمبر: 3487594
ایکنا-(تهران) د امریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا په سپين سترګیتوب سره اعلان کړی دی چې که بیا ولسمشر شي ،نو د څو اسلامی هیوادونو  د ښاریزو دسفر  دممنوعیّت قانون به بیرته او په ډيرې سختۍ سره اجرا کړي.

ایکنا د ینی شفق له قوله راپور راکړ،د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر پرون په یولړ څرګندونو کې په سپين سترګیتو بسره ووئيل کهپه ۲۰۲۴کال کې بیا ولسمشر شي، نو د مسلمانانو د سفر ممنوعیّت به بیا اجرا کړي.

ټرمپ او په آیووا ایالت کې خپلو ملاتړو ته وئیلي دي ،پخپل حکومت کې ئې له خپل هیواده د  افراطي جهادیانو  او ترهه ګرو د لیرې ساتلو لپاره ډيرې سختې ارزونې  او ممنوعیّت اعمال کړي دی.کله بیا قدرت ته ورسیږم،نو د سفر ممنوعیت به حتی د تیر په نسبت لاسخت او قدرت سره بیرته اجرا کړم.

متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د د واریدیدا ممنوعیّت  ټرمپ لپاره یو اوږدمهاله اندیښنه ده . دغه چاره  د ۲۰۱۵کال په انتخاباتو کې د هغه د ولسمشرۍ دانتخاباتي کمپاین وخت ته ورګرځي ، کله چې هغه متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د  واریدیدا د بشپړ ممنوعیّت غوښتنه کړې وه.

د سپينې ماڼۍ په سیاست کې د ټرمپ پخواني لوړپوړي سلاکار سټیفم میلر  چې د مسلمانانو د لومړني ممنوعیت داجرائي فرمان له لیکلو سره ئې مرسته کړې،  هم د اعلان دممنوعیّت د بیرته اجرا لپاره ګروهنه اعلان کړې ده.میلر په ټوئيټر کې  لیکلي دي، د سفر ممنوعیت بیرته اجرا کړئ، همدااوس . میلر او ځيني نور زوړپال  له هغه مهاله چې متحده ایالاتو افغانستاني پناه غواړي ، ومنل ،نو خپله غوسهئې په دغه اقدام رابرسیره کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4153431

 

captcha